رویټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې د اسراییلو له پارلماني ټاکنو وروسته نظرپوښتنې د سیاسي کړکېچ ښودنه کوي او هېڅ یوې اصلي ډلې د حکومت جوړولو لپاره اړین اکثریت نه دی ترلاسه کړی. دې پایلې د بنیامین نتنیاهو سیاسي راتلونکی او د نوي حکومت جوړښت په شک کې اچولی دی.

د اسراییلو د تلویزیوني شبکو لخوا خپرو شویو نظرپوښتنو له مخې، سیالې سیاسي ډلې د څوکیو له پلوه یو بل ته ډېرې نږدې دي او هېڅ یوې یې د دغه هېواد په ۱۲۰ کسیز پارلمان (کنیسټ) کې د اکثریت ترلاسه کولو لپاره اړینې ۶۱ څوکۍ نه دي ګټلي.

اوسني لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یوه ښي اړخي ملي حکومت د جوړولو غوښتنه کړې ده. خو د هغه اصلي سیال، ګادي ایزنکوټ وايي چې رایه ورکوونکو د نتنیاهو د لومړي وزیر په توګه له دوام سره مخالفت کړی او له هغه یې غوښتي چې له سیاست څخه لاس واخلي.

که د دې نظرپوښتنو وړاندوینې سمې وي، نو د نتنیاهو په مشرۍ ملتپال او مذهبي ایتلاف به د حکومت جوړولو لپاره د اړین نصاب له ترلاسه کولو پاتې راشي. دا وضعیت کولی شي د ایتلافي حکومت د جوړولو لپاره خبرې اترې اوږدې کړي او تر هغه وخته به نتنیاهو د سرپرست لومړي وزیر په توګه په واک کې پاتې شي.

په ورته وخت کې، عرب ګوندونه، چې د ښي او کیڼ اړخو ډلو څخه بهر دي، کولی شي د ځواک په توازن کې پرېکنده رول ولوبوي. خو د یاشار ګوند مشر ایزنکوټ تقریبا په بشپړه توګه د دغو ګوندونو په ملاتړ د حکومت جوړولو احتمال رد کړی، چې دا موضوع واک ته د هغه لاره نوره هم ستونزمنه کوي.

د اسراییلو د ټاکنو مرکزي کمیټې اعلان کړی چې په دې ټاکنو کې د رای ورکوونکو د ګډون کچه ۷۷.۷ سلنې ته رسېدلې، چې په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو لوړه شمېره ده. تمه کیږي چې د ټاکنو وروستۍ پایلې به د پنجشنبې یا جمعې په ورځ اعلان شي.

سرچینه: رویټرز

🌐

Author