د یمن حوثیانو د سې شنبې په ورځ (د لړم ۵مه) ادعا وکړه چې دوی د سعودي عربستان پر دفاع وزارت په ریاض او همدارنګه د دغه هېواد په ختیځ کې د راس تنوره د تېلو پر تصفیه
ځای د بالستیک توغندي برید کړی دی. دې ادعاوو په سیمه کې تاوتریخوالی نور هم زیات کړی دی.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د حوثیانو پوځي ویاند، یحیی سریع، اعلان وکړ چې دې ډلې د سعودي دفاع وزارت په یوه بالستیک توغندي په دقیقه توګه په نښه کړی دی. هغه په یوه بل پیغام کې ادعا وکړه چې د راس تنوره د تېلو پر تصفیه
ځای توغندیز برید د "پراخ اور" لامل شوی دی.
پر دې سربېره، حوثیانو ادعا وکړه چې دوی د نجران په هوايي ډګر او په خمیس مشیط کې د ملک خالد په هوايي اډه کې دوه ترانسپورتي الوتکې په نښه کړي او یوه بې پیلوټه الوتکه یې هم د ابها هوايي ډګر په لور توغولې ده.
سعودي چارواکو په مشخصه توګه د حوثیانو د ادعا شویو موخو په اړه څه نه دي ویلي. خو دوی تایید کړې چې د ریاض او یوه ختیځ ولایت پر سر یې څو توغندي شنډ او له منځه وړي دي. په ریاض کې د فرانسې خبري اژانس خبریالانو هم په ښار کې د څو چاودنو د غږونو اورېدو خبر ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د چاودنو له غږونو او د ودانیو د ښیښو له لړزېدو سره هم
مهاله، سعودي دولت په یوه پیغام کې له خلکو وغوښتل چې پناه ځایونو ته لاړ شي. سعودي چارواکو اعلان وکړ چې ریاض ته توغول شوي دوه بالستیک توغندي راغورځول شوي او ټوټې یې پر یوې ودانۍ او یوه موټر لګېدلي دي.
د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف هم اعلان وکړ چې د حوثیانو درې توغندي چې د سعودي ختیځ ولایت په لور توغول شوي وو، شنډ او له منځه وړل شوي دي. دا بریدونه په وروستیو اونیو کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په دوام کې ترسره کیږي، چې په ترڅ کې یې حوثیانو د سعودي د تېلو پر تاسیساتو او هوايي ډګرونو خپل بریدونه زیات کړي دي.
سرچینه: د فرانسې خبري اژانس
🌐