رسنیو په هسپانیا کې د یوې خونړۍ ریل پېښې خبر ورکړی دی. د رویټرز د راپور له مخې، له مادرید څخه سویل ښار ته پر لاره د دوو چټک
سیرو اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۳۰ تنه مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه نن (چهارشنبه، د لړم ۶مه) د هسپانیا په سویل کې د «تولدو» ایالت په «ارودا» سیمه کې رامنځته شوې ده. ځایي هسپانوي چارواکو ویلي، چې دا ټکر د دولتي شرکت «رنفه» اړوند یوه چټک
سیر اورګاډي او د خصوصي شرکت «ایریو» اړوند یوه درول شوي اورګاډي ترمنځ شوی دی.
د راپورونو له مخې، د «ایریو» شرکت په اورګاډي کې د یوه نوي زېږېدلي ماشوم په ګډون ۱۴۷ مسافر سپاره وو او د «رنفه» شرکت په اورګاډي کې ۳۹۷ تنه سپاره وو. د ژغورنې او مرستې ټیمونه په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او د زیانمنو شویو کسانو د مرستې لپاره یې پراخ عملیات پیل کړي دي.
سیمهییز ښاروال وضعیت «ویروونکی» بللی دی. د هسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز هم د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ په یوه پیغام کې ویلي، چې له دې پېښې «سخت ټکان» خوړلی دی.
دا په تېر یوه کال کې پر دې لاره دویمه خونړۍ ریل پېښه ده. شاوخوا نهه میاشتې وړاندې هم پر همدې لاره یوې ورته پېښې ۴۶ تنه وژلي وو. هغې پېښې په هسپانیا کې د ریل پټلیو د ساتنې او خوندیتوب په اړه پراخې نیوکې راپورته کړې وې.
د دا ډول پېښو تکرار یو ځل بیا په هېواد کې د ریل پټلۍ په زیربناوو کې د ډېرې پانګونې او د خوندیتوب معیارونو د لوړولو اړتیا په اړه بحثونه راپورته کړي دي. د پېښې د کره لامل معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي.
سرچینه: رویټرز
🌐