د «ام

اس ناو» له خوا د یوه خپاره شوي راپور له مخې، د ډونالډ ټرمپ اداره پلان لري چې د نومبر په څلورمه، د منځمهاله ټاکنو یوه ورځ وروسته، پر ایران خپل پوځي بریدونه بیا پیل کړي. دې اقدام په سیمه کې کړکېچ خورا زیات کړی دی.

راپور زیاتوي، د امریکا حکومت د فارس خلیج په سیمه کې خپلو متحدینو ته خبرداری ورکړی چې د یوې داسې پوځي عملیاتو لپاره چمتو اوسي چې «لنډمهاله خو شدید» بلل شوی. د دغه عملیاتو موخه د تهران یوه نوي اټومي تړون منلو ته اړ ایستل او یا هم په نهایت کې د دغه هېواد د اټومي پروګرام په بشپړه توګه له منځه وړل ښودل شوي دي.

د دې خبري سرچینې په وینا، په خلیج کې د امریکا متحدین، په ځانګړې توګه سعودي عربستان او متحده عربي امارات، پر ایران د فشار ملاتړ کوي، خو د تهران د غچ اخیستونکي غبرګون په اړه سخت اندېښمن دي. دا هېوادونه وېره لري چې هر ډول پوځي شخړه کولی شي د ټولې سیمې ثبات له خطر سره مخ کړي او د دوی نفتي او اقتصادي تاسیسات په نښه شي.

دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ اټومي خبرې له میاشتو راهیسې له خنډ سره مخ دي او د تهران او واشنګټن ترمنځ د ایران د اټومي فعالیتونو او سیمه‌ییز نفوذ پر سر کړکېچ اوج ته رسېدلی دی.

د ټرمپ ادارې تر دې مخکې هم په وار وار د ایران پر وړاندې پوځي انتخاب پر میز بللی و، خو دا لومړی ځل دی چې په رسنیو کې د داسې اقدام لپاره یوه مشخصه نېټه یادیږي. شنونکي په دې باور دي چې د دې احتمالي عملیاتو وخت، یعنې له منځمهاله ټاکنو سمدستي وروسته، د ټرمپ ادارې لپاره د کورنیو سیاسي پایلو د کمولو په موخه طرحه شوی دی.

تر اوسه په سپینه ماڼۍ یا پنټاګون کې چارواکو دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی. خو د دې خبر خپرېدو په خپله د نړۍ د تېلو په بازارونو کې د بې ثباتۍ او د نړیوالې ټولنې د ژورې اندېښنې لامل شوی دی. ډیری هېوادونه، د امریکا د اروپایي متحدینو په ګډون، د زغم او د اختلافاتو د ډیپلوماتیک حل غوښتنه کوي. منبع: ام

اس ناو

🌐

Author