له امریکا سره د جګړې پای ته رسولو لپاره د ایراني چارواکو او قطري منځګړو ترمنځ خبرو اترو کې د پرمختګ هیلو په ډېرېدو سره، د دوشنبې په ورځ په نړیوالو بازارونو کې د اومه تیلو بیه شاوخوا څلور سلنه راټیټه شوه. دا خبرې اترې د واشنګټن په همغږۍ ترسره شوې دي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ، د لړم پر ۱۱مه، د ګرینویچ پر وخت سهار ۹:۰۰ بجې، د برنټ اومه تیلو بیه ۳.۷ سلنه راکمه شوه او هر بشکه په ۱۰۹.۲۳ ډالرو وپلورل شوه. دغه راز، د «وسټ ټګزاس انټرمیډیټ» (WTI) اومه تیلو بیه هم ۳.۹۸ سلنه راټیټه شوه او هر بشکه په ۱۰۰.۱۴ ډالرو معامله شوه.
رویټرز لیکلي چې دې خبرو اترو هیلې پیدا کړي چې په منځني ختیځ کې د تیلو په عرضه کې خنډونه ممکن کم شي، چې دا کار په مستقیم ډول د بیو په ټیټوالي اغېز کوي. خبرې اترې د جمعې په ورځ په تهران کې پیل شوې، د شنبې په ورځ دوحې ته ولېږدول شوې او د یکشنبې په ورځ هم د قطر په پلازمېنه کې روانې وې.
یوه باخبره سرچینه رویټرز ته ویلي، که څه هم ایراني مرکچیانو د یکشنبې په ورځ دوحه پرېښوده، خو دا کار په خبرو کې د کومې ستونزې له امله نه و او د هوکړې لپاره هیلې لا هم پر خپل ځای دي.
تر دې مخکې ایران پر دغه هېواد د امریکا او اسراییلو د بریدونو له پیل وروسته د هرمز تنګی تړلی و. د دې ستراتیژیکې نړیوالې اوبلارې تړل، چې د نړۍ د شاوخوا ۲۰ سلنه تیلو او ګازو د لېږد مسیر دی، په نړیوالو بازارونو کې د تیلو د بیې د پام وړ لوړوالي لامل شوی و.
د ایران او امریکا ترمنځ له اوربند راهیسې، د خبرو اترو بهیر او د هرمز تنګي د مدیریت او بشپړ پرانیستلو پر سر د دواړو لورو ترمنځ اختلافات د تیلو پر بیه اغېزناک وو. د تاوتریخوالي په ډېرېدو سره بیې لوړېږي او د تاوتریخوالي کمېدو او هوکړې ته د رسېدو هیلو په ډېرېدو سره بیې راټیټېږي.
سرچینه: رویټرز
🌐