د طالبانو دوو مخکښو مخالفو جبهو نن په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ډیپلوماتیکو استازولیو، د ملګرو ملتونو دفترونو او نړیوالو سازمانونو پر وړاندې د احتمالي ګواښونو خبرداری ورکړ.
د مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې ویلي، چې د دوی «باوري» معلومات ښيي چې د طالبانو په امنیتي جوړښتونو کې یا ورسره تړلي ځینې عناصر ښايي په افغانستان کې د نړیوالو ګټو او بنسټونو پر وړاندې د بریدونو هوډ ولري.
په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې د داسې بریدونو عاملین ښايي د خپل هویت او اصلي موخو د پټولو لپاره د داعش یا نورو مستعارو نومونو څخه کار واخلي.
دغو دوو جبهو له ټولو دیپلوماتیکو استازولیو، د ملګرو ملتونو له دفترونو او نورو نړیوالو بنسټونو څخه وغوښتل چې خپل امنیتي تدابیر له سره وګوري او یوازې د طالبانو له لارې د احتمالي ګواښونو په اړه پر ورکول شویو معلوماتو بسنه ونه کړي.
دوی له ملګرو ملتونو او نورو معتبرو نړیوالو بنسټونو څخه وغوښتل چې د دوی لخوا ورکړل شوي معلومات په خپلواکه توګه وڅېړي او د دغو ګواښونو د څارنې، مستند کولو او تحقیق لپاره یو میکانیزم رامنځته کړي.
دغو جبهو د «مشروع مبارزې» او «ترهګریزو کړنو» ترمنځ پر توپیر ټینګار وکړ او ویې ویل: «پر ملکي وګړو، دیپلوماتیکو استازولیو، بشردوستانه سازمانونو او د بشري حقونو پر بنسټونو بریدونه زموږ په مبارزه کې ځای نه لري.»
دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مقاومت جبهې د څلورو غړو د نیولو خبر ورکړ او ادعا یې وکړه چې هغوی غوښتل د یوناما پر دفتر برید وکړي. د مقاومت جبهې دغه ادعا رد کړې ده.
سرچینه: د مقاومت جبهې او ازادۍ جبهې ګډه اعلامیه
🌐