د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس د منځمهاله ټاکنو د لومړنیو پایلو له روښانه کېدو وروسته اعلان وکړ چې د پایلو منلو ته پوره لېوالتیا لري او له ډیموکراتانو سره همکارۍ ته چمتو دی. هغه په کانګرس کې نوي سیاسي جوړښت ته په اشارې سره د هېواد د ستونزو د حل لپاره پر ګډو لارو چارو ټینګار وکړ.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ټرمپ د سه‌شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ به له ډیموکراتانو سره همکاري وکړو او له هغوی سره کار کولو ته سترګې په لار یو.» هغه زیاته کړه چې په کانګرس کې د واک وېش ته په کتو، «ښایي ګډو هوکړو او لارو چارو ته ورسېږو.» دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې ډیموکراتانو وکولای شول د استازو جرګې کنټرول ترلاسه کړي.

د رایو د شمېرنې د وروستیو پایلو له مخې، ډیموکراتانو تر دې دمه په استازو جرګه کې ۱۰۱ چوکۍ او په سنا مجلس کې ۴۵ چوکۍ ګټلې دي. برعکس، جمهوري غوښتونکو په استازو جرګه کې ۵۵ او په سنا کې ۳۶ چوکۍ لري. دا پایلې په واشنګټن کې د سیاسي ځواک په انډول کې د پام وړ بدلون ښیي.

په استازو جرګه کې د ډیموکراتانو بریا هغوی ته دا وړتیا ورکوي چې د ټرمپ ادارې پر سیاستونو ډېر څار ولري او د هغه ځینې طرحې وننګوي. د ټرمپ د مالي کړنو په اړه څېړنې، د کډوالۍ سیاستونه او د روغتیايي خدماتو په برخه کې اصلاحات هغه موضوعات دي چې ښایي د پاملرنې په مرکز کې وي.

شنونکي په دې باور دي چې د دواړو ګوندونو ترمنځ د همکارۍ یا ټکر دا دوره به په راتلونکو دوو کلونو کې د امریکا سیاسي منظره جوړه کړي. له یوې خوا، ټرمپ د خپلو پلانونو د پرمخ بیولو لپاره د ډیموکراتانو همکارۍ ته اړتیا لري او له بلې خوا، ډیموکراتان په استازو جرګه کې د اکثریت په لرلو سره د هغه د سیاستونو سره د مقابلې لپاره یو پیاوړی وسیله په لاس کې لري.

اوس ټول دې ته ګوري چې ایا دواړه لوري کولی شي د بودیجې، زیربناوو او بهرني سیاست په څېر کلیدي مسلو باندې هوکړې ته ورسېږي او که د امریکا سیاسي فضا به د خنډونو او ګوندي ټکرونو نوی پړاو وویني. د ټرمپ لومړنۍ څرګندونې د پخلاینې چلند ښیي، خو د هغه او د ډیموکرات مشرانو راتلونکي کړنې به د دې همکارۍ ریښتینې کچه روښانه کړي.

سرچینه: نیویارک ټایمز

🌐

Author