د امریکا د استازو په جرګه کې افغان الاصله استازې عایشه وهاب هڅه کوي چې په منځمهاله ټاکنو کې د کالیفورنیا ایالت د څوارلسمې ټاکنیزې حوزې لپاره خپله چوکۍ د دوه کلنې بشپړې دورې لپاره وساتي. نوموړې تر دې وړاندې په یوه ځانګړې ټاکنو کې د پخواني استازي د پاتې مودې د بشپړولو لپاره دې چوکۍ ته لاره موندلې وه.

د سي بي اس نیوز د راپور له مخې، وهاب په خپل ټاکنیز کمپاین کې پر اقتصادي او معیشتي مسلو تمرکز کړی دی. هغې د ژوند د لګښتونو کمول، د غیر عادلانه بیو لوړوالي سره مبارزه، د کرایه کونکو لپاره د مالیاتي تخفیفونو پراخول او د ثابت عاید لرونکو زړو وګړو ملاتړ خپل اصلي لومړیتوبونه اعلان کړي دي.

وهاب چې د کالیفورنیا په ایالتي سنا کې د غړیتوب سابقه لري، وايي چې په هغه دوره کې یې د شرکتونو د پټو لګښتونو سره د مقابلې او په بیو کې د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره هڅې کړې دي. هغې ژمنه کړې چې که بریالۍ شي، د لویو شرکتونو د انحصار پر وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. هغه د کالیفورنیا د والي ګوین نیوسام او خپلواک سناتور برني سنډرز په څېر د ډیموکرات ګوند د نامتو څېرو ملاتړ له ځانه سره لري.

عایشه وهاب په نیویارک کې زیږېدلې، خو برخلیک کالیفورنیا ته بوتله. وروسته له هغې چې پلار یې ووژل شو او مور یې مړه شوه، یوې افغان کورنۍ د هغې سرپرستي په غاړه واخیسته. هغې خپلې زده کړې د فریمونټ په ښار کې پای ته ورسولې او بیا یې د سویلي کالیفورنیا له پوهنتون څخه خپله دوکتورا ترلاسه کړه.

په دې ټاکنو کې د وهاب اصلي سیاله ملیسا هرناندز ده، چې د ډیموکرات ګوند بله نومانده ده. د دواړو نوماندانو ترمنځ په وروستیو اونیو کې سیالي ډېره سخته شوې او د دوی پر ټاکنیزو کمپاینونو میلیونونه ډالر لګول شوي دي. هرناندز، چې د ډوبلین پخوانۍ ښارواله وه، د امنیتي ځواکونو پر پیاوړتیا او د جرمونو پر کمولو تمرکز کړی دی.

عامه امنیت د دې سیالۍ یوه له اصلي موضوعاتو څخه ګرځېدلې ده. وهاب په یوه مناظره کې په نیویارک کې د خپل پلار وژنې ته په اشارې سره، چې له ۳۰ کلونو وروسته لا هم نه ده حل شوې، د قربانیانو لپاره پر عدالت ټینګار وکړ. په مقابل کې، هرناندز د خپلې ښاروالۍ پر مهال د پولیسو د شمېر زیاتولو ته اشاره وکړه.

سرچینه: سي بي اس نیوز

🌐

Author