په نیویارک کې یوې فدرالي قاضۍ د یو حکم په صادرولو سره د امریکا دولت پاکستان ته د افغان کډوالو له شړلو څخه په موقت ډول منع کړ. د «اې بي سي نیوز» شبکې د راپور له مخې، دا حکم د سهشنبې په ورځ (۱۲ لړم) صادر شوی او تر راتلونکې شنبې پورې اعتبار لري.
دا حکم په نیویارک کې د متحده ایالاتو د سیمه ییزې محکمې قاضۍ، والري کاپروني، وروسته له هغه صادر کړ چې په دې اونۍ کې د لسګونو افغان کډوالو د شړلو د پلان په اړه راپورونه خپاره شول. دا قانوني اقدام د کډوالو د ملاتړو ډلو او د نیول شویو کسانو د کورنیو له خوا د اندېښنو له زیاتېدو وروسته ترسره شو.
د امریکا د دولت وکیلانو په محکمه کې تایید کړې چې د دې هېواد د کډوالۍ او ګمرکونو اداره لږ تر لږه د اونۍ تر پایه افغانستان یا پاکستان ته د کډوالو د شړلو لپاره کوم چارټر یا سوداګریز پرواز نه لري. دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې محکمې ته وړاندې شوي اسنادو ښودلې وه چې د شړلو الوتنه نږدې ده.
د «افغان ایواک» په ګډون د کډوالو ملاتړو بنسټونو اندېښنه ښودلې وه چې د شړل کېدونکو کسانو په منځ کې ممکن د هغو کسانو خپلوان هم وي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی و. د دغو کسانو شړل او طالبانو ته یې سپارل ممکن د هغوی ژوند له خطر سره مخ کړي.
له دې وړاندې راپور ورکړل شوی و چې د امریکا دولت هوډ لري له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغان کډوال چې د لوئیزیانا په یوه توقیف ځای کې دي، په یوه چارټر الوتکه کې پاکستان او بیا له هغه ځایه د ځمکې له لارې افغانستان ته ولېږدوي. د «افغان ایواک» بنسټ مشر، شان ون ډایور، وویل چې دا حکم یوه «ساه اخیستو مهلت» دی، نه «وروستۍ حل لاره».
هغه زیاته کړه چې د پخوانیو سرتېرو، د کډوالو د حقونو فعالانو او د کانګرس د غړو عمومي فشار د دې لامل شو چې دولت له خپل دریځ څخه شاتګ وکړي. ښاغلي ون ډایور ټینګار وکړ: «یوه اونۍ وړاندې، الوتکه چارټر شوې وه، خو نن دولت یوې فدرالي قاضۍ ته وویل چې داسې الوتنه نشته. دا په تصادفي ډول نه ده شوې.»
د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې ویاند د احتمالي شړلو عملیاتو د جزئیاتو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده. دا موقت حکم په داسې حال کې صادریږي چې د هغو زرګونو افغانانو برخلیک چې د کابل له سقوط وروسته یې امریکا ته پناه وړې، لا هم په ابهام کې دی.
سرچینه: اې بي سي نیوز
🌐