د خوست ولایت ځايي طالب چارواکو اعلان کړی چې د موسیقۍ د غږولو او خپرولو ۶۵۰ الات یې سوځولي دي. د خوست لپاره د طالبانو د والي ویاند، مستغفر ګربز، نن (چهارشنبه، ۱۳ لړم) په یوه خبرپاڼه کې دا خبره تایید کړه او ویې ویل چې د دې وسیلو ترڅنګ یو څه اندازه اورلوبه او پټاقۍ هم له منځه وړل شوي دي.
د ښاغلي ګربز په وینا، د موسیقۍ دغه الات په تېرو څلورو میاشتو کې د خوست ولایت له مرکز او بېلابېلو ولسوالیو څخه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د مامورینو له خوا راټول شوي وو. هغه زیاته کړه چې دا توکي په یوه امن او ګوښه ځای کې اور ته اچول شوي دي.
دا اقدام په افغانستان کې د هنر او ساعتېرۍ محدودولو لپاره د طالبانو د حکومت د پراخ سیاست یوه برخه ده. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر هېواد له بیا واکمنېدو وروسته موسیقي "حرامه" او "ممنوعه" اعلان کړې او دا د ځوانانو ترمنځ د "اخلاقي فساد" یو له عواملو څخه ګڼي. دا نظر د ډېرو نورو اسلامي هېوادونو له چلند سره په ټکر کې دی.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، یوازې د موسیقۍ پرته د شعرونو او نعتونو ویل چې د دې ډلې په ستاینه کې وي، جواز لري. د دې ډلې د امر بالمعروف محتسبین په ټول افغانستان کې دنده لري چې د موسیقۍ الات راټول او له منځه یوسي. دغو سختگیریو په ډېرو مواردو کې تاوتریخوالی رامنځته کړی دی.
د موسیقۍ د بندولو لپاره د ولسي وګړو پر شخصي مراسمو، په ځانګړې توګه د ودونو پر محفلونو، د طالب ځواکونو د بریدونو ګڼ شمېر راپورونه خپاره شوي دي. دا نښتې کله ناکله د مرګونې نښتو لامل شوې دي. د بېلګې په توګه، تېره اوونۍ د بدخشان ولایت په شهر بزرگ ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د طالبانو له مداخلې وروسته نښته رامنځته شوه، چې له امله یې یو تن ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.
سره له دې چې له دې پېښې څه باندې یوه اوونۍ تېرېږي، طالب چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي. د بشري حقونو او کلتوري بنسټونو په وار وار د طالبانو له خوا د موسیقۍ د الاتو ویجاړول غندلي او دا یې د افغانستان پر کلتوري هویت برید بللی دی. دغو اقداماتو په هېواد کې د هنر او فردي آزادیو د سیستماتیک ځپلو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
سرچینه: په خوست کې د طالبانو د والي د دفتر خبرپاڼه
🌐