د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) اعلان کړی چې افغانستان په کال کې د ۲۲۰ ګېګاواټو څخه د زیاتې لمریزې برېښنا د تولید ظرفیت لري. دې ادارې د سهشنبې په ورځ (۱۲ لړم) په یوه ویډیويي راپور کې ویلي چې دا لوی ظرفیت کولی شي هېواد په سیمه کې د پاکې انرژۍ په مرکز بدل کړي.
د دې ظرفیت د ښه پوهېدو لپاره، یو اېن ډي پي څرګنده کړه چې ۲۲۰ ګېګاواټه برېښنا د برېتانیا په څېر د یوه لوی هېواد د ټولې برېښنا اړتیا پوره کولو لپاره کافي ده. له دې سره سره، افغانستان اوسمهال خپله ۸۰ سلنه اړینه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي، چې په کال کې پر هېواد ۲۸۰ میلیونه ډالره لګښت راولي.
له ایران، ترکمنستان، تاجکستان او اوزبیکستان څخه پر وارداتي برېښنا دا شدیده تکیه، افغانستان د سیاسي او اقتصادي نوسانونو په وړاندې زیانمنونکی کوي. پر دې سربېره، د هېواد ډیری کلیوالي سیمې لا هم د برېښنا له عمومي شبکې سره نه دي نښلول شوي او میلیونونه خلک پایښت لرونکې انرژۍ ته لاسرسی نه لري.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې له خپلو شریکانو سره په همکارۍ د ۵.۵ میلیونو څخه زیاتو افغانانو ته پاکې او ارزانه انرژۍ ته لاسرسی برابر کړی دی. خو، دا اداره ټینګار کوي چې د هېواد د لمریز ظرفیت څخه د بشپړې ګټې اخیستنې لپاره خورا ډیرو پانګونو او هڅو ته اړتیا ده.
په لویو ښارونو کې هم د انرژۍ وضعیت د قناعت وړ نه دی. ښاریان په پرله پسې ډول د برېښنا له اوږدمهاله پرچاوۍ څخه، په ځانګړې توګه د ګرمۍ او یخنۍ په موسمونو کې، او همدارنګه د هغې له ناعادلانه وېش څخه شکایت کوي. دا ستونزې پر ورځني ژوند او اقتصادي فعالیتونو منفي اغېزه کوي.
په همدې مناسبت، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام اعلان کړی چې ټاکل شوې ډېر ژر د "انرژۍ اونۍ" جوړه کړي. په دې غونډه کې به د افغانستان د انرژۍ برخې کارکوونکي راټول شي ترڅو په هېواد کې انرژۍ ته د لاسرسي وضعیت د ښه کولو لپاره پر ننګونو، فرصتونو او حل لارو بحث او خبرې وکړي.
سرچینه: د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي)
🌐