په نیمروز ولایت کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي چې ځواکونو یې ایران ته د تر ۳۳۰ ډېرو کسانو د غیرقانوني سفر مخه نیولې ده. د دې قوماندانۍ ویاند، ګل محمد قدرت، د سه‌شنبې په ورځ (۱۲ لړم) وویل چې دا کسان په دوو جلا عملیاتو کې نیول شوي دي.

د ښاغلي قدرت په وینا، په لومړي عملیاتو کې، تر ۳۰۰ ډېر کسان د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار د دریمې امنیتي حوزې اړوند د قاچاق وړونکو له یوه "پټنځای" څخه نیول شوي دي. په دغو عملیاتو کې یو تن د انساني قاچاق په تور نیول شوی او لس بېلابېل موټر هم ضبط شوي دي.

په یوه بل عملیات کې، ۳۰ کسان چې غوښتل یې د دلارام-زرنج له لارې په قاچاقي ډول ایران ته لاړ شي، نیول شوي دي. د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړه چې په دې تړاو هم یو تن د دغه غیرقانوني سفر د تنظیمولو په تور نیول شوی او یو باروړونکی موټر چې د دغو کسانو د لېږد لپاره کارول کېده، ضبط شوی دی.

دا په وروستیو میاشتو کې څویم ځل دی چې په نیمروز کې طالب چارواکي د سلګونو هغو هېوادوالو د نیولو خبر ورکوي چې ایران ته د غیرقانوني سفر هوډ لري. نیمروز ولایت ایران او له هغه ځایه ترکیې او اروپا ته د افغانانو د غیرقانوني کډوالۍ یوه له اصلي لارو څخه ده.

په افغانستان کې د بېوزلۍ پراخوالی، مخ پر زیاتېدونکې بېکاري او له راتلونکي څخه ناهیلي هغه اصلي لاملونه دي چې ډیری هېوادوال د هېواد پرېښودو ته اړ باسي. پر دې سربېره، په افغانستان کې د ایران د ویزو د ورکړې د بهیر ځنډېدو ډیری کسان دې ته اړ کړي چې د کار موندلو او د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره د قاچاق خطرناکې لارې غوره کړي.

دا سفرونه ډېری وخت له ځاني خطرونو سره مل وي او کډوال په لاره کې د قاچاق وړونکو او د ګاونډیو هېوادونو د سرحدي ځواکونو له ناوړه چلند سره مخ کیږي. د غیرقانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره د طالبانو د حکومت له هڅو سره سره، په هېواد کې اقتصادي او ټولنیز کړکېچ لاهم ډیری افغانان د هېواد پرېښودو ته هڅوي.

سرچینه: په نیمروز کې د طالبانو امنیه قومانداني

🌐

Author