امریکايي لوبغاړې او ماډله کیم‌ماري جانسن د چهارشنبې په ماسپښین د ۵۰ کلونو په عمر ومړه.

د ټي‌اېم‌زي رسنۍ د راپور له مخې، د هغې خوریې روانډا سکاټ د نوموړې د مړینې پخلی کړی دی.

سکاټ وویل چې جانسن د اکتوبر پر ۲۷مه په لاس انجلس کې په خپل کور کې له زړه پورې اړوندې بیړنۍ ستونزې سره مخ شوه.

هغه تر دې پېښې وروسته ژر تر ژره شفاخانې ته ولیږدول شوه او ډاکټرانو تشخیص کړه چې نوموړې د زړه انورېزم ناروغي لرله.

کیم‌ماري جانسن په مشهور سریال «Beverly Hills, 90210» او «Dude, Where's My Car?» فلم کې د رول لوبولو له امله خورا مشهوره شوې وه.

نوموړې پر فلمي ډګر سربېره د اوږدې مودې لپاره د ماډلینګ په برخه کې هم مسلکي کار کړی و.

په ۵۰ کلنۍ کې د دغې هنرمندې ناڅاپي مړینې د هغې د مینه والو او په رسنیو کې غبرګونونه راپارولي دي.

سرچینه: TMZ

🌐

Author