د اسراییلو د عربي ګوندونو ایتلاف «ګډ لست» اعلان کړی چې د بنيامين نتنياهو سيال ګادي ايزنګوټ به د هېواد ولسمشر ته د راتلونکي لومړي وزير په توګه وړانديز کړي.
د «ټايمز اف اسراییل» د رپوټ له مخې، د دغه ائتلاف درېيو غړو ګوندونو ويلي چې دا پرېکړه واک ته د نتنياهو او د هغه د حکومت د بېرته ستنېدو د مخنيوي په موخه شوې ده.
ياد ائتلاف څرګنده کړې چې دا ګام يې د هغو عامه غوښتنو په ځواب کې پورته کړی چې د نتنياهو د حکومت د دوام مخالف دي.
ټاکل شوې چې د دغو ګوندونو يو پلاوی د اسراییلو له ولسمشر اسحاق هرتزوګ سره وګوري او په رسمي ډول ورته د حکومت جوړولو لپاره د ايزنګوټ نوم ورکړي.
دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په اسراییلو کې د سياسي ډلو ترمنځ د راتلونکي حکومت د تشکيل پر سر سختې سيالۍ روانې دي.
ګادي ايزنګوټ چې پخوا د اسراییلو د پوځ عمومي درستيز و، اوس د نتنياهو د مخالفو ډلو ترمنځ د يوه مهم سياسي غوراوي په بڼه راڅرګند شوی دی.
سرچینه: ټایمز اف اسراییل
🌐