د خلیج د همکارۍ شورا عمومي منشي جاسم محمد البدیوي په سعودي عربستان کې د بالستیک توغندي په وسیله د مدینې منورې د سیمې د په نښه کولو لپاره د حوثي ډلې هڅه په کلکه وغندله.

په ریاض کې د دې شورا د دارالانشا د یوې رسمي اعلامیې پر بنسټ، دا هڅه د سعودي عربستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض او د سیمې د امنیت او ولسي وګړو د ژوند لپاره مستقیم ګواښ بلل شوی دی.

البدیوي په دغه اعلامیه کې څرګنده کړه چې د مدینې منورې د سیمې په نښه کول او د مقدسو ځایونو د حریم تر پښو لاندې کول یو خطرناک عمل دی چې د نړۍ د ټولو مسلمانانو احساسات راپاروي. هغه د دا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره د پرېکنده دریځ غوښتنه وکړه.

د خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي له سعودي عربستان سره د دې شورا د ټولو غړو هېوادونو بشپړ پيوستون او یووالی اعلان کړ او له ټولو هغو اقداماتو یې ملاتړ څرګند کړ چې دغه هېواد یې د امنیت لپاره کوي.

هغه زیاته کړه چې د شورا غړي د هر هغه ګام ملاتړ کوي چې ریاض یې د خپل امنیت، ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره پورته کوي. البدیوي ټینګار وکړ چې د سعودي عربستان امنیت د خلیج د نورو غړو هېوادونو له امنیت څخه نه جلا کېدونکې برخه ده.

سرچینه: د خلیج د همکارۍ شورا

🌐

Author