د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پخوانۍ مسوولې ربکا بلومنستاین ویلي دي چې د جو بایډن ادارې له کابل څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال، د دې رسنۍ د ۱۲۴ افغان کارکوونکو او د هغوی د کورنیو غړو په ایستلو او ویزو ترلاسه کولو کې هېڅ مرسته ونکړه.

د هغې په وینا، نیویارک ټایمز مجبوره شوه چې د قطر، مکسیکو او یو شمېر مرستندویه بنسټونو په همکارۍ خپل محلي کارکوونکي او کورنۍ یې له افغانستان څخه بهر او امریکا ته ولېږدوي.

اغلې بلومنستاین په یوه غونډه کې څرګنده کړه چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نېټې په نږدې کېدو سره، د دوی افغان خبریالان او کارکوونکي له سختو ګواښونو سره مخ وو او ځینو یې دوه شپې او ورځې د کابل هوایي ډګر تر شا انتظار وایست.

نوموړې زیاته کړه چې د طالبانو چټک پرمختګ او د کابل ناڅاپي سقوط ټول کارکوونکي حیران کړل او دوی د خپلو شخصي توکو د راټولولو او له کورنیو سره د مخه ښې کولو پوره وخت نه درلود.

د یادو کارکوونکو د کورنۍ یوه غړي هم وویل چې له کابل څخه د وتلو پر مهال یې یوازې ۳۰ دقیقې وخت درلود ترڅو اړین توکي راواخلي او هوایي ډګر ته ولاړ شي.

ربکا بلومنستاین او همکارې یې ډیانا کپ په یوه ګډ کتاب کې روښانه کړې ده چې ایستل شوي کارکوونکي لومړی قطر او مکسیکو ته او وروسته د بشردوستانه لنډمهاله استوګنې پروګرام له لارې د ټیکساس ایالت هیوسټن ښار ته انتقال شول.

د هاروارډ پوهنتون د خپرونې د راپور له مخې، په دغه ناسته کې دا هم وویل شول چې د امریکا د حکومت د ملاتړ په نشتوالي کې، عادي امریکایي وګړو او ځايي ډلو د افغان کډوالو په ځای پر ځای کولو او د هغوی د ژوند په بیا جوړولو کې مهمه ونډه واخیسته.

سرچینه: د هاروارډ پوهنتون خپرونه

🌐

Author