د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو د کنوانسیون ۳۱مه غونډه د دوشنبې په ورځ د ترکیې په انتالیا ښار کې پیلېږي. د نړۍ مشران او استازي به په دې غونډه کې د فوسیلي سون‌توکو د کارونې پر کمولو، د نوې کېدونکې انرژۍ پر پراختیا او د زیان‌ګالو هېوادونو پر مالي ملاتړ خبرې وکړي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې سیاسي او پوځي کړکېچونو د انرژۍ امنیت اغېزمن کړی دی. په ۲۰۲۲ کال کې د اوکراین جګړې په اروپا کې د انرژۍ ناورین رامنځته کړ او د امریکا، اسراییلو او ایران ترمنځ وروستیو نښتو او د هرمز تنګي تړل کېدو د سون‌توکو بیې لوړې کړې دي.

د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې د ځمکې منځنۍ تودوخه له صنعتي دورې مخکې مهال پرتله ۱٫۴ درجې سانتي ګراد لوړه شوې ده. ساینس‌پوهان خبرداری ورکوي چې د اوسني بهیر په دوام سره به تودوخه تر ۲٫۶ درجو پورې ورسېږي، چې ورسره به د ویجاړوونکو سېلابونو او وچکالۍ ګواښ لا زیات شي.

ترکیې وړاندیز کړی چې د نړۍ د انرژۍ په لګښت کې د برېښنا ونډه تر ۲۰۳۵ کاله له ۲۱ سلنې څخه ۳۵ سلنې ته ورسېږي او ډېره برخه یې له نوې کېدونکې انرژۍ برابره شي. د لمریزې او بادي انرژۍ د لګښت کمېدل او د برېښنايي موټرو پراختیا هیله‌بښونکي ګامونه ګڼل کېږي.

د بې‌وزلو هېوادونو لپاره د مالي مرستو برابرول هم د بحث مهمه برخه ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مخکې ویلي وو چې نږدې ۹۰ میلیونه بې‌ځایه شوي کسان په هغو هېوادونو کې ژوند کوي چې د اقلیم له سختو ګواښونو سره مخ دي. د دغه بنسټ په وینا، افغانستان هم له دغو هېوادونو څخه دی چې وچکالۍ او سېلابونو پکې د کډوالو ژوند لا سخت کړی دی.

په دغو خبرو اترو کې د امریکا احتمالي غیبت هم یوه ننګونه بلل کېږي او د چاپېریال ساتنې فعالان ټینګار کوي چې د ژمنو او عملي ګامونو ترمنځ فاصله لا هم د ځمکې راتلونکې له خطر سره مخ کوي.

سرچینه: اسوشیټېډ پرېس

🌐

Author