د نړیوالو اړیکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ملیسا فلمینګ له شپږم ټولګي څخه د ۲.۶ میلیونه افغان نجونو محرومیت ته په اشارې سره، د دې وضعیت د دوام د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی. هغې په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو د محرومیت پای ته رسولو لپاره د بیړني اقدام غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړې چارواکې د جمعې په ورځ وویل چې د زدهکړو دوامدار محرومیت یو ټول نسل د پرمختګ له فرصتونو بېبرخې کوي او د هېواد د پرمختګ راتلونکې له جدي ستونزو سره مخ کوي.
نوموړې د یونیسکو او یونیسف وروستي ګډ راپور ته هم اشاره کړې ده، چې له مخې یې په افغانستان کې د لومړنیو زدهکړو د عمر ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي ښوونې او روزنې څخه بېبرخې دي.
دغو دوو نړیوالو ادارو په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زدهکړې د حق د بشپړ بېرته ورکولو او د هغو خنډونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده چې د زدهکړو کیفیت یې راټیټ کړی دی.
افغانستان دا مهال د نړۍ یوازینی هېواد دی چې په کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو رسمي بندیز لګېدلی دی. دې محدودیتونو په تېرو کلونو کې د زرګونو نجونو راتلونکې او کاري فرصتونه له منځه وړي دي.
سرچینه: د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې څرګندونې
🌐