د هند د کورنیو چارو وزارت په یوه تازه فرمان کې د افغانستان او پاکستان د یو شمېر مذهبي لږکیو لپاره د کډوالۍ او استوګنې شرایط اسانه کړي دي.
د دې پرېکړې له مخې، د افغانستان هندوان، سېکان، بودایان، عیسویان، جین او زردشتیان چې د مذهبي ځورونې له امله تر ۳۱ ډسمبر ۲۰۲۴ وړاندې هند ته تللي، د معتبرو سفري اسنادو له لرلو معاف شوي دي.
د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، دا اسانتیا هغو کسانو ته ورکول کېږي چې له پاسپورټ پرته ورغلي یا یې د ننوتلو پر مهال د اسنادو اعتبار پای ته رسېدلی و.
له دې سره سره، دغه کسان باید په هند کې د خپلې استوګنې د دوام لپاره له ننوتلو وروسته لازمې ویزې ترلاسه کړي.
دا اسانتیاوې د بهرنیو وګړو او کډوالۍ د معافیت په اړوند نوي قانون کې چې په ۲۰۲۶ کال کې اعلان شوی، ځای پر ځای شوې دي.
دغه راز هندي چارواکو د هغو پاکستاني وګړو لپاره هم اسانتیاوې راوستې چې تر ۲۰۰۹ کال وړاندې ورغلي وو او ملي پېژندپاڼې یې نه لرلې.
سرچینه: ټایمز اف انډیا
🌐