د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو په دغه سیمه کې د روغتیايي خدمتونو، درملو او د کلینیکونو لپاره د ځانګړو ودانیو د نشتوالي له امله جدي شکایت کړی دی.

د آمو ټلوېزیون د راپور له مخې، د نرخ ولسوالۍ د تېتمور کلي یو قومي مشر وویل چې په دغه کلي کې نږدې یو زر او پنځه سوه کورنۍ ژوند کوي، خو د کلینیک لپاره هېڅ مشخصه دولتي ودانۍ نشته.

د تېتمور کلي ملک عبدالله خان آمو ته ویلي چې دوی اوسمهال یو کور د کلینیک لپاره په کرایه نیولی دی. هغه غوښتنه کړې چې حکومت باید دلته اساسي ودانۍ جوړه او لازم روغتیايي امکانات ورته برابر کړي.

ورته مهال، د نرخ ولسوالۍ د اندړو سیمې اوسېدونکو هم په کلینیک کې د درملو، برېښنا او پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کړی دی. د دغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حضرت عمر وویل چې د کلینیک لپاره اوبه له کورونو راوړي ځکه کلینیک د اوبو ټانکر هم نه لري.

د نرخ خلک وايي چې د بې‌وزلۍ او د موټر د کرایې د نشتوالي له امله نه شي کولی خپل ناروغان نورو لرو شفاخانو ته بوځي، نو له همدې کبله په سیمه کې اساسي امکاناتو ته جدي اړتیا لري.

د میدان وردګو د اوسېدونکو په وینا، د کابل-کندهار او کابل-بامیان لویو لارو له امله په دې ولایت کې ترافیکي پېښې ډېرې کېږي، خو ولایتي شفاخانه چې شاوخوا پنځوس کاله وړاندې جوړه شوې، د خلکو او د پېښو د ټپیانو د درملنې بسنه نه کوي.

سرچینه: آمو ټلوېزیون

🌐

Author