د بالیووډ او هالیووډ پېژندل شوې اداکارې پریانکا چوپړا په لاس انجلس کې د خپل کور څخه د دیوالي د پرتمینې لمانځنې انځورونه په خپله انستام پاڼه شریک کړي دي. په دغو انځورونو کې د هغې مېړه، نیک جوناس، او لور یې مالتي ماري لیدل کېږي.

د تفریحي رسنیو د راپورونو له مخې، دې نامتو جوړې د جشنونو له پیل وړاندې په متحده ایالاتو کې د خپلو همکارانو او دوستانو لپاره د دیوالي یوه له لویو مېلمستیاوو څخه جوړه کړې وه. په دې محفل کې ګڼ شمېر نړیوالو شخصیتونو هم ګډون کړی و.

پریانکا چوپړا د دغو انځورونو په خپرولو سره ولیکل: «له دې دیوالي څخه زما د کمره رول ځینې غوره انځورونه؛ تاسې ټولو ته د دیوالي د خورا خوښۍ مبارکي وایم.» دغه خپاره شوي انځورونه په انټرنیټ کې له پراخ هرکلي سره مخ شول.

د ټولنیزو شبکو کاروونکو په بهر کې د پریانکا له لوري د خپلو کلتوري او دودیزو جشنونو پر پرله‌پسې لمانځلو خوښي ښودلې او د هغې دغه هڅه یې ستایلې ده.

پریانکا چوپړا او نیک جوناس په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې بېلابېل کلتوري مناسبتونه په ګډه په امریکا کې ولمانځي.

سرچینه: د پریانکا چوپړا انستاګرام پاڼه

🌐

Author