د هندي سینما مشهورې فلمجوړوونکې او کوریوګرافرې فرح خان پر ټولنیزو رسنیو د هغو ویډیوګانو په اړه وضاحت ورکړ چې په ممبي کې د هغې د استوګنې ودانۍ د سوځېدو ادعا په کې شوې وه.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د یکشنبې په ورځ، د نوامبر پر ۸مه، داسې ویډیوګانې خپرې شوې وې چې ګواکې د ممبي ښار په یوه ودانۍ کې اور لګېدلی چې د دې هنرمندې استوګنځای دی، او دې چارې د نوموړې د مینه والو اندېښنې راپارولې وې.
فرح خان د دوشنبې په ورځ، د نوامبر پر ۹مه، پر خپل انسټاګرام د دغو ویډیوګانو له بیا خپرولو سره ولیکل چې په انځورونو کې ښودل شوې ودانۍ تر رغونې لاندې وه او بشپړه شوې نه وه.
نوموړې پر انلاین خبري پاڼو د ناسم پوښښ له امله نیوکه وکړه او ویې ویل: «انلاین پاڼې دې مسوولانه چلند وکړي، کلیکبېټ هر څه نه شي کېدای.»
فرح خان د ممبي په لوخانډوالا سیمه کې د اوبروی اسکای هایټس په نوم ودانۍ کې ژوند کوي او په خبره یې، خپاره شوي راپورونه بېبنسټه او له سم لیدلوري پرته وو.
د بالیووډ سینما او د هغې د وتلو څېرو خبرونه د افغانستان او سیمې د خلکو ترمنځ زیات مینه وال لري او د دغې فلمجوړوونکې غبرګون هم په رسنیو کې پراخ انعکاس وموند.
سرچینه: هندي رسنۍ
🌐