د انوېډیا ټکنالوژۍ شرکت اجراییه رییس جنسن هوانګ خپلو کارکوونکو ته په یوه برېښنالیک کې منلې چې له یوې ښځې سره یې اړیکه درلوده چې د امریکا له لوري پر چینایي جاسوسۍ شکمنه ده. دغه اعتراف د یاد شرکت له لوري د کورنیو پلټنو تر پیل وروسته شوی دی.
د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې، دا مسئله د لومړي ځل لپاره د نوامبر په ۷مه وروسته له هغه افشا شوه چې دغې ورځپاڼې ولیکل یوه مېرمن چې الیس هوانګ نومېږي له جنسن هوانګ سره نږدې شوې وه او تور پرې پورې دی چې د چین استخباراتي ادارې ته یې کار کاوه.
په رپوټ کې راغلي چې الیس هوانګ په اسیا کې د «مېګاسپیډ انټرنېشنل» په نوم د یوې ټکنالوژۍ شرکت اجراییوي مدیره وه. د امریکا استخباراتو د ټرمپ ادارې ته ویلي و، باور لري چې دغه ښځه د چین د دولتي امنیت وزارت له لوري ګومارل شوې وه ترڅو له جنسن هوانګ څخه معلومات راټول کړي.
دا پېښه په داسې حال کې مخې ته راځي چې د مصنوعي ځیرکتیا او د پرمختللو تراشو د ټکنالوژۍ پر سر د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ رقابتونه زیات شوي دي. انوېډیا په ټوله نړۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا د حساسو پروسیسرونو تر ټولو ستر تولیدوونکی دی.
د انوېډیا ادارې په خپلو داخلي پلټنو کې د دې ارزونه پیل کړې چې ایا له دې لارې محرم تخنیکي معلومات افشا شوي که نه.
تر اوسه پورې د کوم پټ او محرم سند د افشا کېدو په اړه رسمي جزییات نه دي شریک شوي.
سرچینه: نیویارک ټایمز
🌐