د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې واشنګټن له ایران سره د پوځي شخړې د پراخولو هېڅ دلیل نه ویني او تمه لري چې تهران بالاخره د یوې هوکړې لپاره خبرو ته کیني.
د «سيبياس» شبکې د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر د «۶۰ دقیقې» په خپرونه کې وویل چې اوس مهال د جګړې د پراخولو لپاره هېڅ پلان نشته. هغه څرګنده کړه چې د داسې ګام په لټه کې نه دی او فکر نه کوي چې د دې کار لپاره کوم دلیل وي.
ټرمپ ادعا وکړه چې ایران په جګړه کې ماتې خوړلې او اوس هوکړې ته چمتو دی. د هغه په وینا، تهران د امریکا له منځمهاله ټاکنو وړاندې هم هوکړه غوښته، خو د ډیموکراټانو بریا ایراني چارواکو ته نوې هیله ورکړه. هغه زیاته کړه که ټاکنې نه وای، ممکن هوکړه په څو ورځو کې شوې وای.
له دې سره سره، د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړ چې که اړتیا شوه، امریکايي ځواکونه کولای شي د ایران پر کوه کلنګ او نورو تاسیساتو بریدونه وکړي. هغه وویل که عملیاتو ته اړتیا وي، نو په یوه ساعت کې به یې ترسره کړي، که څه هم اوس ورته اړتیا نه ویني.
نوموړي وویل چې امریکا د خپل فضايي ځواک له لارې د ایران هستوي تاسیسات تر څارنې لاندې ساتي. ټرمپ د هرمز تنګي د امنیت په اړه وویل چې د خلیج متحد هېوادونه باید د جګړې ټول لګښتونه سل په سلو کې امریکا ته بېرته ورکړي.
ټرمپ د هستوي وسلو څخه د ایران مخنیوی د امریکا لویه بریا وبلله او دا جګړه یې له پخوانیو جګړو سره پرتله کړه. هغه وویل چې په ایران او وینزویلا کې ۱۸ کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې د ده په خبره په افغانستان کې په ۲۰ کلنه جګړه کې زرګونه کسان، په عراق کې پنځه زره او په ویتنام کې ۶۰ زره کسان وژل شوي وو.
سرچینه: سيبياس
🌐