د طالبانو حکومت د ښوونځیو او پوهنتونونو په تعلیمي نصاب کې پراخ بدلونونه راوستي او د ښوونکو له تدریسي پلانونو څخه یې ګڼ مهم مضامین او موضوعات اېستلي دي. د ترلاسه شوي لېست له مخې، د ښځو حقونه، بشري حقونه، ملي یووالی او مدني ازادۍ له درسي پروګرامونو څخه حذف شوي دي.

زاویه نیوز ته سرچینو ویلي، د دغو حذف شویو درسونو پر ځای ملا هبت‌الله اخندزاده ته منسوب کتابونه او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس لپاره شامل کړل شوي دي.

په اېستل شویو موضوعاتو کې ملي بیرغ، ملي ترانه، ولسي رواجونه، ازادي، د بامیان مجسمې او ټولنیزه او فردي ازادي شاملې دي. دا ګام د طالبانو د هغه سیاست یوه برخه بلل کېږي چې موخه یې د ښوونیز نظام سمون له خپلو ځانګړو تګلارو سره برابرول دي.

د پوهنې او لوړو زده‌کړو برخې مسوولینو تل پر تعلیمي نصاب د بیاکتنې ننګه کړې، خو د ښوونې او روزنې کارپوهان ټینګار کوي چې د دې موضوعاتو لېرې کول زده‌کوونکي له معاصرو علمي مفاهیمو او ګډ کلتوري تاریخ څخه بې‌برخې کوي.

له دې وړاندې هم په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو او پوهنتونونو بندیز لګېدلی دی. په نوي لېست کې د ښځو د حقونو د موضوع حذف د هېواد دننه د ښوونکو له جدي اندېښنو سره مخ شوی دی.

ښوونیز کارپوهان خبرداری ورکوي چې له نصاب څخه د ملي او ټولنیزو مفاهیمو لېرې کول به د راتلونکي نسل پر فکري او ټولنیز پوهاوي منفي اغېز پرېږدي.

سرچینه: زاویه نیوز

🌐

Author