په هند کې د هوا د سختې ککړتیا او د هوا د کیفیت شاخص له ۱٬۵۰۰ څخه د پورته کېدو له امله د چنای د ازادو تېس سیالیو پایلوبه وځنډول شوه.

دغه لوبه چې د اندونیزیا د جنیس تجن او د پولنډ د مګدا لینټ ترمنځ ټاکل شوې وه، د دیوالي جشن د پټاکیو د لوګي له امله بله ورځ ته پاتې شوه.

د ښځو د تېنس ټولنې (WTA) په یوه اعلامیه کې وویل چې د ناڅاپي هوايي شرایطو له امله د ښځو د انفرادي سیالۍ پایلوبه د دوشنبې ورځې تر ۱۱:۰۰ بجو وځنډول شوه.

جنیس تجن په انسټاګرام کې یوه ویډیو خپره کړه چې پکې د هوا د کیفیت کچه ۱٬۵۵۶ ښودل شوې او د ښار د لید کچه په کلکه کمه شوې وه.

نوموړې ادعا وکړه چې تنظیموونکو د سختې ککړتیا سره سره غوښتل لوبه ترسره شي او د ځنډولو لېوالتیا یې نه درلوده.

دغه سیالي لومړی د باران له کبله د ماښام له ۶:۳۰ څخه ۹:۰۰ بجو ته ځنډېدلې وه، خو وروسته د لوګي او تنفسي ستونزو له امله ونه شوه.

سرچینه: WTA

🌐

Author