بلجیم هیواد د اروپايي ټولنې او د طالبانو حکومت ترمنځ د کډوالۍ مهمو خبرو اترو دمخه د افغان پلاوي د غړو امنیتي څیړنې پیل کړې دي. ټاکل شوې چې دا پلاوی د پناه غوښتونکو د ستنیدو په اړه د خبرو لپاره د بلجیم پلازمینې بروکسل ته سفر وکړي.

اروپايي کمیسیون د دې پلاوي د نومونو نوملړ د بلجیم حکومت ته استولی ترڅو د ویزې صادرولو بهیر اسانه کړي. د طالبانو حکومت چارواکو ته د ویزې ورکول د دوی د رسمیت نه پیژندلو له امله په اروپا کې ډیر سیاسي حساسیتونه راپورته کړي دي.

د بشري حقونو د سازمانونو او د اروپا پارلمان د ځینو غړو له سختو نیوکو سره سره اروپايي چارواکي وايي چې د کډوالۍ بحران د مدیریت لپاره له خبرو پرته بله لاره نه لري. افغان پلاوي تر اوسه د ویزې رسمي غوښتنلیک نه دی سپارلی.

#افغانستان #کډوالي #اروپايي\_ټولنه #طالبانو\_حکومت

🌐

Author