د افغانستان د ۱۸ کلنو کم‌عمره فوټسال ملي لوبډله نن دوشنبه د کابل پر وخت ماسپښین ۳:۳۰ بجې د ځوانانو د نړیوال المپیک د نیمه پایلوبې په پړاو کې له پرتګال سره لوبه کوي.

دا مهمه لوبه د سېنېګال په پلازمېنه ډاکار کې ترسره کېږي او د هېواد ځوان لوبغاړي هڅه کوي چې پرتګال ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره ومومي.

د ورزشي سرچینو د راپور له مخې، د افغانستان د فوټسال ځوانانو تر دې وړاندې په خپلو تېرو سیالیو کې د پاناما او کوربه هېواد سېنېګال لوبډلو ته ماتې ورکړې وه او دغو لوبو کې یې غوره ځلېدنه ښودلې وه.

د ځوانانو د نړیوال المپیک سیالۍ د نړۍ د څه باندې ۲۰۰ هېوادونو د استازو په ګډون د سېنېګال په ډاکار ښار کې دوام لري.

د هېواد د تنکیو ځوانانو د فوټسال لوبډلې دا پرمختګ او بریاوې د افغانانو له لوري په کور دننه او بهر په پراخه کچه ستایل شوې دي.

د نننۍ لوبې ګټونکی به د سرو زرو مډال د ترلاسه کولو لپاره نېغ په نېغه د دې سیالیو وروستي پړاو یا فاینل ته ووځي.

سرچینه: ورزشي سرچینې

🌐

Author