د ترکیې سیمهییزو رسنیو راپور ورکړی چې له ایران سره په پوله کې د اتو کډوالو مړي موندل شوي دي.
د وانخبر خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دا جسدونه د شنبې په سهار د لړم په ۱۶مه د وان ولایت په اوزالپ سیمه کې د ایران له پولې درې کیلومتره لرې موندل شوي دي. دغه مړي د شپې لهخوا د یوه ویالې ترڅنګ غورځول شوي وو.
که څه هم د دغو کسانو هویت او د مړینې لامل په رسمي توګه نه دی تایید شوی، خو پر ټولنیزو رسنیو د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، قربانیان افغان کډوال ښودل شوي دي. په ویډیوګانو کې افغانان ادعا کوي چې مړه شوي کسان ټول د افغانستان اتباع دي.
د وانخبر د راپور له مخې، د قربانیانو جرابې له پښو ایستل شوې وې او قیمتي توکي یې غلا شوي وو. د یوه ښوونځي د موټر سپرلۍ دا جسدونه د داغستان ویالې ته څېرمه لیدلي او امنیتي مسوولین یې خبر کړي دي.
د اټکلونو له مخې ښايي دا کسان د مسمومیت یا یخنۍ له کبله مړه شوي وي، خو دا موضوع تر اوسه په رسمي بڼه نه ده تایید شوې او عدلي طب د علت موندلو هڅې پیل کړې دي.
سرچینه: وانخبر خبري اژانس
🌐