د وېنزوېلا پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو د امریکا په نیویارک کې د بند پر مهال د قرآن او انجیل په ګډون د دیني کتابونو مطالعې ته مخه کړې ده. د نیویارکټایمز ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، مادورو د بروکلین په فدرالي توقیفځای کې ساتل کېږي او ډېر وخت یې مطالعې ته ځانګړی کړی دی.
د مادورو له حاله خبرو کسانو یادې رسنۍ ته ویلي چې هغه په زندان کې یو روحاني سفر پیل کړی دی. هغه د دیني متنونو له لوستلو سربېره په زندان کې له یوه عیسوي کشیش او یوه یهودي حاخام سره هم لیدنې کړې دي.
د نیویارکټایمز په راپور کې راغلي چې نوموړي په بند کې ډېر وزن بایللی او ډنګر ښکاري. د باخبره سرچینو د معلوماتو له مخې، د زندان د خوړو ټیټ کیفیت د هغه د وزن بایللو بهیر ګړندی کړی او خپله مادورو هم د ډوډۍ له ناسم کیفیته شکایت کړی دی.
نیکولاس مادورو او مېرمن یې سیلیا فلورس د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پر ۳مه په کاراکاس کې د امریکایي ځواکونو له لوري ونیول شول او نیویارک ته انتقال شول. امریکايي څارنوالانو پر هغه درانه تورونه پورې کړي دي.
پر هغه د کوکایین قاچاق، له ترهګرو ډلو سره همکاري، د درنو وسلو ساتنه او د سیاسي مخالفینو د شکنجې تورونه لګېدلي دي. خو مادورو په محکمه کې ټول تورونه رد کړي او ځان یې بېګناه بللی دی.
مادورو د خپلې ولسمشرۍ پر مهال هم له مذهبي مشرانو سره نږدې اړیکې لرلې او د ۲۰۲۴ کال په جون کې یې په یوه غونډه کې خپله خاوره مسیح ته وسپارله. د اسوشیټډ پریس د راپور له مخې، نوموړی او مېرمن یې د هندي روحاني مشر ستیا سای بابا له لارښوونو سره هم لېوالتیا لرله.
سرچینه: نیویارکټایمز
🌐