هند د خپلو بشري مرستو په لړ کې افغانستان ته د سرطان ناروغۍ ۱۸ ډوله درمل رالېږلي دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، په دې مرسته کې ۷۵۸۶ کیلوګرامه درمل شامل دي چې په ۷۷۶ کارتنونو کې ځای پر ځای شوي دي.
دغه درمل به د هغو ناروغانو لپاره وکارول شي چې د سرطان له ناروغۍ کړیږي او د درملو د نشتون له ستونزو سره مخ دي. هند ژمنه کړې چې له افغانانو سره به خپلو روغتیايي مرستو ته دوام ورکوي.
د روغتیايي چارو پوهان د دې مرستې هرکلی کوي او وايي چې په اوسنیو شرایطو کې د سرطان ضد درملو ته سخته اړتیا ده. دوی له نورو هېوادونو هم غواړي چې د افغانستان د روغتیايي سیستم ملاتړ وکړي.