د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، ويلي چې د طالبانو د حکومت له لوري د زده‌کړو بندیز افغان نجونې زده‌کړې ته لا ډېرې مشتاقې کړې دي.

ښاغلي بېنېټ په کاناډا کې د اوټاوا پوهنتون په يوه غونډه کې وويل چې زور، ګواښ او وېره تر يوه بريده مخته تلی شي او انسانان به تل د داسې حالت پر وړاندې مقاومت کوي. هغه زياته کړه چې که څه هم متناقضه ښکاري، خو د نجونو لېوالتيا اوسمهال تر تېر جمهوري نظام هم لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکوونکي څرګنده کړه چې يوازې جبر او سرکوب طالبان په واک کې نشي ساتلی، بلکې په ټولنه کې د زياتې ناخوښۍ او مخالفت سبب ګرځي.

نوموړي له کاناډا وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعيض د له منځه وړلو کنوانسیون له لارې حقوقي چارې پرمخ بوځي او د «جنسيتي اپارټايډ» د رسميت پېژندلو هڅه وکړي. دوه کاله وړاندې استرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ خبرداری ورکړی و چې دا قضيه به د عدالت نړيوالې محکمې ته يوسي.

بېنېټ وويل چې طالبان په ښوونځيو او مدارسو کې د ايډيالوژيکو زده‌کړو او د رسنيو په کنټرول سره د خلکو د فکري بدلون هڅه کوي. هغه د هاګ د نړيوالې جنايي محکمې لخوا د څلورو طالب چارواکو د نيولو د حکم هرکلی وکړ او د نجونو د زده‌کړې مخنيوی یې بشري ضد جنايت وباله.

هغه يادونه وکړه چې د چاپېريال زيانونه او د اوبو مديريت څېړنې ته اړتيا لري او راتلونکی راپور به یې په افغانستان کې پر مذهبي او ژبنيو لږکيو وي.

سرچینه: د اوټاوا پوهنتون غونډه / ملګري ملتونه

🌐

Author