د هندي سینما په تاریخ کې تر ټولو ګرانه فلمي پروژه د «رامایانا» لومړۍ برخه د شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د نړۍ په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شوه. د دې فلم جوړوونکي هڅه کوي چې دغه مذهبي حماسه د هالیووډ له سترو اثارو سره سیالۍ ته برابره کړي.

دغه فلم چې «رامایانا: د یوې افسانې راڅرګندېدل» نومېږي، د نیتېش تیواري له خوا ډایرکټ شوی او پکې د هندي سینما مشهور لوبغاړي، د هالیووډ د بصري اغېزو متخصصین او د اسکار جایزې ګټونکي دوه سندرغاړي او موسیقي پوهان راټول شوي دي. د دغې پروژې دویمه برخه به په راتلونکي کال کې نندارې ته وړاندې شي.

د ډېډلاین د راپور له مخې، دغه فلم د لومړۍ اوونۍ په پای کې په ټوله نړۍ کې له ۵۵ میلیونه ډالرو څخه ډېره ګټه ترلاسه کړې، چې ۱۲.۲ میلیونه ډالره یې د امریکا له سینماګانو څخه ترلاسه شوي دي. دا ننداره د دیوالي د جشن په شپو او ورځو کې وشوه چې د خیر او شر د بریا نښه ده.

په دې فلم کې رنبیر کپور د راما، سای پالوي د سیتا او د سویلي هند مشهور ستوري یاش د راوانا رول لوبولی دی. د دې پروژې پروډیوسر نامیت ملوترا څرګنده کړې چې د فلم ټوله پانګه یې په خپله ورکړې او مالي خطر یې پر غاړه اخیستی دی.

د فلم موسیقي د اې‌ار رحمان او هانس زیمر په همکارۍ جوړه شوې ده. د دې پانګونې په اړه د نقادانو نظرونه وېشلي دي؛ پيټر برډشا او ریشاب سوري د بصري جلوو ستاینه کړې، خو د ان‌ډي‌ټي‌وي نقاد سایبال چترجي او د آی‌جي‌این سیدانت ادلکا پر داستاني تشو نیوکې کړې دي.

په انګلیسي نسخه کې د ژبو د حرکت د برابرولو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا کارول او له پخواني مشهور ۱۹۸۷ سریال سره پرتله کول هم بحثونه راپورته کړي دي. د هرې برخې د جوړولو لګښت شاوخوا ۲۵۰ میلیونه ډالره ښودل شوی، چې له امله یې اقتصادي بریا له هند څخه بهر د نندارچیانو په راجلبولو پورې اړه لري.

سرچینه: ډېډلاین

🌐

Author