د سعودي عربستان دولتي رسنیو خبر ورکړی چې په مدینه ښار کې د دغه هېواد د ختیځ-لوېدیځ د تېلو د لېږد پر ستراتیژیکه نللیکه برید شوی دی. د راپورونو له مخې، په دغه برید کې لږ اور لګېدلی و چې ژر تر ژره کنټرول شو او چاته په کې زیان نه دی اوښتی.
د سعودي مسوولینو ویلي چې په دې پېښه کې څوک نه دي وژل شوي یا ټپیان شوي او د تېلو د پایپلاین چارې هم نه دي درېدلې. د دولتي رسنیو پر وینا، دا پېښه د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۱۸مه نېټه شوې ده.
دغه نللیکه نږدې ۱٬۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د عربستان ټاپووزمې له لارې د ختیځو سیمو تېل د سرې بحیرې په ساحل کې د ینبع بندر ته لېږدوي. دا لاره سعودي عربستان ته اجازه ورکوي چې د هرمز تنګي پرته خپل تېل صادر کړي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په سیمه کې د کړکېچونو له امله د هرمز تنګي له خنډونو وروسته، سعودي عربستان هره ورځ شاوخوا څلور میلیونه بېرله خام تېل د دې نللیکې له لارې لېږدوي، چې دا د نړۍ د ټول تېلو نږدې څلور سلنه جوړوي.
دا نللیکه تېره سپټمبر میاشت کې هم د بېپیلوټه الوتکو له بریدونو وروسته څو ورځې تړل شوې وه، چې سعودي عربستان هغه وخت بریدونه پر عراقي وسلهوالو پورې اړوند بللي وو.
سعودي چارواکو تر اوسه د دوشنبې د ورځې د برید د کوونکو یا مسوولینو په اړه څه نه دي ویلي.
سرچینه: رویټرز او د سعودي دولتي رسنۍ
🌐