په هرات ولایت کې د طالبانو امنیتي مسوولینو اعلان کړی چې له افغانستان څخه بهر ته یې د ښځو د نږدې ۱۰۰ کیلوګرامه وېښتانو د قاچاق مخه نیولې ده او دوه تنه یې نیولي دي.

په هرات کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند مسعود حسيني د دوشنبې په ورځ ولیکل چې دغه کسان د لویې لارې کنډک ځواکونو له لوري نیول شوي دي. د هغه په وینا، نیول شوي کسان به تر لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

د طالبانو پولیسو په خبرپاڼه کې دا نه دي روښانه شوي چې دغه وېښتان له کومو سیمو راټول شوي وو او کوم هېواد ته لېږدول کېدل.

د ښځو طبعي وېښتان په بهرنیو بازارونو، په ځانګړې توګه پاکستان او چین کې، د مصنوعي وېښتانو او وېګونو جوړولو لپاره پلورل کېږي. د هغو بیه د اوږدوالي، رنګ او کیفیت له مخې ټاکل کېږي.

طالبانو د انسان د وېښتانو پېر او پلور منع کړی او دا کار له شرعي پلوه ناسم بولي. خو د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، ځینې افغان مېرمنې د بې‌وزلۍ له امله د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل وېښتان پلوري.

په کابل کې ۲۸ کلنې فاطمې یاد اژانس ته ویلي چې د ژوند د لګښتونو پوره کولو لپاره هر ۱۰۰ ګرامه وېښتان په شاوخوا ۳ ډالرو پلوري. په هرات کې ۴۵ کلنې سیمین ګل هم ویلي چې د ډوډۍ پېرلو لپاره یې د خپل ځان او لورګانو وېښتان په ۳۰۰ افغانیو پلورلي دي.

تر دې وړاندې د روان کال د تلې په ۲۷مه، طالبانو د هرات په ګذره ولسوالۍ کې ۸۰۰ کیلوګرامه ضبط شوي وېښتان وسوځول.

سرچینه: د فرانسې خبري اژانس او ځايي طالب چارواکي

🌐

Author