د ایټالیا توتو سپورټ خپرونې د بارسلونا ۱۹ کلن دفاعي لوبغاړی پاو کوبارسي د ۲۰۲۶ کال لپاره د اروپا تر ټولو غوره ځوان لوبغاړی او د «زرین هلک» ګټونکی اعلان کړ.

د توتو سپورټ خپرونې د معلوماتو له مخې، دا جایزه هر کال په اروپایي لیګونو کې تر ۲۱ کلونو کم عمره غوره لوبغاړي ته ورکول کېږي او ګټونکی یې د ایټالیا په ساسولو ښار کې په یوه غونډه کې اعلان شو.

کوبارسي په تاریخ کې دویم دفاعي لوبغاړی شو چې دا جایزه ترلاسه کوي؛ تر دې وړاندې په ۲۰۱۸ کال کې ماتیاس دی لیخت لومړنی دفاعي لوبغاړی و چې دا ویاړ یې ګټلی و.

په تېرو درېیو کلونو کې دا جایزه په پرله پسې ډول جود بیلینګام، لامین یامال او دزیره دوئه ګټلې وه.

د توتو سپورټ د اصولو پر بنسټ، هر لوبغاړی یوازې یو ځل کولی شي دا جایزه وګټي او له همدې امله لامین یامال د عمر د برابرۍ سره سره د بیا نوماندۍ حق نه درلود.

د دغې جایزې د سپارلو رسمي مراسم به د روان کال د ډسمبر په ۱۴مه نېټه د ایټالیا په تورین ښار کې ترسره شي او کوبارسي ته به خپله جایزه وسپارل شي.

دغه ځوان مدافع تېر فصل له بارسلونا سره د لالیګا اتلولي ګټلې وه او په ۲۰۲۶ نړیوال جام کې یې د هسپانیې په اتلولۍ کې اساسي ونډه واخیسته او د نړیوال جام غوره ځوان لوبغاړی هم شو.

توتو سپورټ همدارنګه د منچسټر سیټي بریدګر ارلینګ هالند د ۲۱ کلونو څخه د پورته غوره لوبغاړي او الیسیا روسو یې د ښځو په برخه کې غوره لوبغاړې اعلان کړه.

سرچینه: توتو سپورټ

🌐

Author