د امریکا د استازو جرګې دوو ډیموکرات استازو د جمهوري‌پالو مشرانو له پامه غورځولو سره نوې هڅه پیل کړې، ترڅو د افغان کډوالو لپاره د موقت خوندیتوب وضعیت (ټي‌پي‌ایس) بېرته تصویب کړي.

د ان‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې، د کولوراډو استازي جیسن کرو او د کالیفورنیا استازي سام لیکاردو د دوشنبې په ورځ د «اخراج عریضه» په نوم یو رسمي غوښتنلیک ثبت کړ. د دغه ګام موخه له امریکا څخه د افغان کډوالو د احتمالي ایستلو مخنیوی دی.

د امریکا د پارلماني اصولو پر بنسټ، دا عریضه د استازو جرګې د ۲۱۸ غړو لاسلیکونو ته اړتیا لري. که دا طرحه قانوني بڼه خپله کړي، نو افغان کډوال به د ۲۰۲۹ کال تر نیمایي پورې له امریکا څخه د اېستلو په وړاندې خوندي پاتې شي.

د ټي‌پي‌ایس پروګرام چې په ۱۹۹۰ کال کې رامنځته شوی، د ناامنه هېوادونو وګړو ته د ۱۸ میاشتو لپاره د کار او استوګنې حق ورکوي. د ډونالډ ټرمپ حکومت د ۲۰۲۵ کال په می کې دغه وضعیت لغوه کړی و؛ هغه خوندیتوب چې په ۲۰۲۲ کال کې د جو بایډن ادارې ورکړی و.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم هغه مهال ویلي و، چې په افغانستان کې امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی او بېرته ستنېدو ته خنډ نشته. دغه پرېکړې د ډېرو بشري بنسټونو توند غبرګونونه راپارولي وو.

جیسن کرو چې پخوا یې په افغانستان کې پوځي دنده ترسره کړې ویلي، چې افغان همکارانو د امریکايي ځواکونو د ژغورلو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی و او باید هېر نشي. له دې طرحې څلورو جمهوري‌پالو استازو او د جنګي پخوانیو سرتېرو له ۵۰ څخه زیاتو سازمانونو هم ملاتړ کړی دی.

سرچینه: ان‌بي‌سي نیوز

🌐

Author