د اروپايي ټولنې شورا د اوکراین د ملاتړ په موخه خپل پوځي روزنیز ماموریت د دوو نورو کلونو لپاره د ۲۰۲۸ کال د نوامبر تر ۱۵مې وغځاوه. د دې پرېکړې موخه د اوکرایني ځواکونو د دفاعي وړتیاوو لوړول ښودل شوي دي.

د اروپايي ټولنې شورا د رسمي اعلامیې پر بنسټ، د دې نوې دورې لپاره نږدې ۳۰۰ میلیونه یورو بودیجه ځانګړې شوې ده. دغه پرېکړه د دغه ماموریت له وروستۍ ستراتیژیکې ارزونې وروسته وشوه ترڅو د بدلونونو پر بنسټ نوې بڼه غوره کړي.

اروپايي ټولنه هوډ لري چې په اوکراین کې د مستقیم دفتر په پرانیستلو سره خپله حضور پیاوړی کړي. دا ګام د اوکراین له پوځي مسوولینو، وسله‌والو ځواکونو او نړیوالو متحدینو سره د مستقیمو او نږدې همغږیو د رامنځته کولو لپاره اخیستل کېږي.

د چارواکو په وینا، دا چاره مرسته کوي چې د روزنې پروګرامونه په بشپړه توګه د جګړې د لومړۍ کرښې له اصلي اړتیاوو سره سم تنظیم شي. په نوي چوکاټ کې د جګړې له تجربو ګټه اخیستل او د دفاعي سیسټمونو پیاوړتیا شامله ده.

د اروپايي ټولنې پلاوی به د امریکا متحدو ایالتونو، بریتانیا، کاناډا، ناروې او د ناټو د قوماندې له جوړښتونو سره همکارۍ ته دوام ورکړي. دا ماموریت په ۲۰۲۲ کال کې د کییف په غوښتنه پیل شوی و.

اروپايي ټولنې د دغه ماموریت له پیله تر اوسه د خپلو غړو هېوادونو په خاوره کې له لسو زرو ډېر اوکرایني پوځیان روزلي دي. د دې دفاعي پروګرام مالي لګښت د اروپا د سولې له صندوق څخه تمویلېږي.

سرچینه: د اروپايي ټولنې شورا

🌐

Author