له ایراني نظام سره تړلي درې کسان په برېتانیا کې د فرفورډ پر هوايي اډه د امریکايي پوځي الوتکو د برید د پلان جوړولو په تور تورن شوي دي. د امریکا د فدرال څارنوالانو د نوې ادعاپاڼې له مخې، یوه تورن دا عملیات د امریکا د یوه زندان له دننه د پټو کوډي پیغامونو له لارې رهبري کول.
د سيانان او نیویارک پوسټ د راپورونو پر بنسټ، محمد باقر سعد داوود السعدي چې دوهګونی ایراني او عراقي تابعیت لري، د غويي په میاشت کې په ترکیه کې ونیول شو او په اروپا کې د شاوخوا ۲۰ نورو ترهګریزو بریدونو اړوند تورونو د څېړلو لپاره امریکا ته ولېږدول شو.
د نیویارک د جنوبي سیمې په محکمې کې د ثبت شوې ادعاپاڼې سره سم، السعدي د بند پر مهال په ایران کې له دوو نورو تورنو کسانو، محسن مهاجري او محمد الحساني سره په ګډه په فرفورډ هوايي اډه کې د امریکا پر پوځي الوتکو د برید پلان جوړ کړی و.
څارنوالان وايي چې السعدي په عراق کې له خپلې مور او خور سره د تېلیفوني اړیکو پر مهال خپلو ملګرو ته کوډي پیغامونه استول. په دغو اړیکو کې السعدي له خپلې خور وپوښتل چې ایا مخکیني فعالیتونه لغوه شوي او خور یې په ځواب کې وویل چې دا کارونه نه دي لغوه شوي.
د دوسیې له مخې، الحساني د اګست په میاشت کې په برېتانیا کې خپلو ملګرو ته لارښوونې کړې وې او د فرفورډ اډې د څارنې او د برید د لومړنیو مقدماتو د برابرولو لپاره یې پیسې ورکړې وې.
د څارنوالانو د څرګندونو پر بنسټ، السعدي تر نیول کېدو وړاندې د سپاه پاسداران د قدس ځواک له پخواني قوماندان قاسم سلیماني او د ایران له مشرتابه سره نږدې اړیکې لرلې.
سرچینه: سيانان او نیویارک پوسټ
🌐