د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان په مسکو کې د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو او د امنیت شورا د منشیانو په ګډه ناسته کې، سیمه کې د ترهګریزو هڅو، مخدره توکو قاچاق او شخړو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د بیانیې له مخې، دا غونډه د سه‌شنبې په ورځ د لړم پر ۱۹مه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مشرۍ جوړه شوه.

ګډونوالو د سازمان د غړو هېوادونو او ګاونډیو سیمو امنیتي حالت وارزاوه او د سایبري جرمونو، غیرقانوني کډوالۍ او ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې ګډ تدابیر وڅېړل شول. په ناسته کې د ګډو دفاعي وړتیاوو پر پیاوړتیا او نویو ننګونو سره پر مقابلې ټینګار وشو.

په دغه غونډه کې د ګډو هوایي ځواکونو، هوایي مدافع سیستمونو او بیولوژیکي امنیت په ګډون د پوځي وړتیا لوړولو سندونه د تصویب لپاره چمتو شول. اعلان وشو چې د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې غونډه به د راتلونکي کال په لومړۍ نیمایي کې د تاجکستان په کوربه‌توب جوړه شي.

تاجکستان د دې سازمان د غړي په توګه له افغانستان سره تر ۱٬۳۰۰ کیلومتره ډېره ګډه پوله لري چې ډېره برخه یې د پنج سیند په اوږدو کې پرته ده. د دغه سازمان چارواکو مخکې هم ویلي چې د افغانستان په شمال کې د افراطي ډلو، په ځانګړي ډول د داعش خراسان څانګې شتون، د منځنۍ اسیا لپاره جدي ګواښ دی.

غړي هېوادونه له افغان خاورې څخه د ترهګریزو ګواښونو، مخدره توکو قاچاق او د افراطي عناصرو له نفوذ څخه اندېښمن دي او د پولو کنټرول یې مهم لومړیتوب بللی دی. روسیه، بیلاروس، ارمنستان، قزاقستان، قرغیزستان او تاجیکستان د دغه سازمان غړي دي.

په همدې موخه، یاد سازمان د تاجکستان او افغانستان د پولې پیاوړتیا لپاره پنځه‌کلن بین‌الدولتي پروګرام پلی کړی دی. د دغه پروګرام پر بنسټ، غړي هېوادونه لکه روسیه، قزاقستان، بیلاروس او قرغیزستان به د روان کال تر پایه تاجکستان ته وسلې، پوځي تجهیزات او پوله ساتونکي تخنیکي وسایل وسپاري.

سرچینه: د روسیې بهرنیو چارو وزارت

🌐

Author