د افغان ایواک سازمان ویلي دي چې د امریکا د کډوالۍ اداره د روان کال د نوامبر له ۱۶مې نېټې وروسته افغانستان ته د پناه غوښتونکو د بېرته اېستلو بهیر بیا پیلوي. دې سازمان د امریکا له کانګرس څخه غوښتي چې د افغانانو د شړلو مخه ونیسي.

د افغان ایواک د معلوماتو له مخې، که څه هم د امریکا فدرالي محکمو افغانستان او پاکستان ته د یو شمېر افغان کډوالو شړل په لنډمهاله توګه درولي دي، خو څرګنده نه ده چې تر ۱۶م نومبر وروسته به د مدافع بنسټونو هڅې کومې پایلې ولري.

د افغان ایواک مشر شاون ون‌دایور وویل چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د هغو افغانانو لنډمهاله استوګنه پای ته رسولې چې د کابل تر سقوط وروسته امریکا ته لېږدول شوي وو او تر اوسه یې دایمي پناه نه ده ترلاسه کړې. نوموړي زیاته کړه چې د دایمي استوګنې او کار جواز غوښتنلیکونه له میاشتو راهیسې د امریکا په ادارو کې ځنډېدلي دي.

د هغه په وینا، ډېری دغه کسان د بشردوستانه لنډمهاله جواز له لارې امریکا ته داخل شوي وو، خو د هغوی د اسنادو قانوني موده اوس پای ته رسېدلې ده. د امریکا حکومت تېر کال د افغانستان لپاره د لنډمهاله خوندیتوب دریځ هم لغوه کړی و.

د افغان ایواک مشر د امریکا د استازو جرګې د دوو غړو، جیسن کرو او سم لیکارډو، د نوې هڅې هرکلی وکړ. دغو استازو یوه طرحه وړاندې کړې چې له مخې یې افغانستان تر ۲۰۲۹ کال پورې د لنډمهاله ملاتړ تر چتر لاندې راځي او افغانان کولی شي په قانوني توګه هلته پاتې شي.

دغه طرحه همداراز د امریکا د کورني امنیت وزارت مکلفوي چې د بایومټریک او امنیتي ارزونو له بشپړېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې د هرې دوسیې په هکله پرېکړه وکړي.

افغان ایواک له جمهوري‌پالو او ډیموکراټانو غوښتي چې دا غوښتنلیک لاسلیک کړي، ځکه د استازو جرګې عمومي غونډې ته د طرحې د وړاندې کولو لپاره ۲۱۸ لاسلیکونو ته اړتیا ده.

سرچینه: افغان ایواک

🌐

Author