ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د منځني ختیځ د وضعیت او فارس خلیج د بدلونونو د څېړلو لپاره غونډه جوړوي.

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې دا غونډه د بحرین په غوښتنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اجنډا کې شامله شوې ده.

د راپور پر بنسټ، یاده ناسته د امریکا د ختیځ وخت له مخې د پنج‌شنبې په ماسپښین جوړېږي.

که څه هم ملګرو ملتونو د ویناوالو بشپړ نوملړ نه دی خپور کړی، خو د خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي جاسم محمد البدیوي به ویناوال وي.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د سیاسي او سوله جوړونې چارو ادارې یو چارواکی به د سیمې د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.

دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ نښتې او د امریکا او ایران خبرو کې خنډونه د اندېښنو لامل شوي دي.

سرچینه: الجزیره

🌐

Author