د ملګرو ملتونو له نشه یي توکو سره د مبارزې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د تریاکو د تولید کمښت د هیرویینو نړیوال بازار بدل کړی دی. دې ادارې خبرداری ورکړی چې دا وضعیت د مصنوعي نشه یي توکو د پراختیا خطر زیاتوي.

د طالبانو حکومت لخوا د کوکنارو پر کرنې له بندیز وروسته، په افغانستان کې د کرنې کچه ۹۵ سلنه کمه شوې ده. ملګري ملتونه وایي چې دې چټک کمښت د نشه یي توکو نړیوالې عرضې ته لوی ټکان ورکړی دی.

له دې بندیز سره سره، په افغانستان کې د شیشې په څیر د مصنوعي نشه یي توکو تولید لا هم دوام لري. کارپوهان اندیښنه لري چې د هیرویینو د زیرمو په ختمیدو سره به په نړۍ کې د خطرناکو توکو غوښتنه زیاته شي.

#افغانستان #نشه\_يي\_توکي #ملګري\_ملتونه

🌐

Author