د امریکا ځانګړو استازو سټیو وېټکاف او جېرډ کوشنر د ایرلنډ په پلازمېنه ډوبلین کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره وکتل. د راپورونو له مخې، دواړو امریکایي استازو نوموړي ته د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خپلو خبرو پایلې شریکې کړې دي.

دا لیدنه وروسته له هغې وشوه چې پوتین د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره له خپلو ځمکنیو غوښتنو د شاتګ مخالفت وکړ. د روسیې ولسمشر همدارنګه په اوکراین کې د بهرنیو سوله ساتو ځواکونو له ځای پر ځای کېدو سره هم خپل څرګند مخالفت ښودلی دی.

پوتین ویلي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ باید د دواړو هېوادونو رسمي پوله د جلاوالي کرښه وي او په اوکراین کې د بهرنیو ځواکونو ځای پر ځای کول به د جګړې د دوام په معنا وبلل شي.

بلخوا، ولسمشر ولودیمیر زلنسکي څرګنده کړې ده چې د ۲۰۲۷ میلادي کال تر رارسېدو مخکې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې موافقې فرصت شته او هڅې باید روانې وساتل شي.

په ورته وخت کې، اروپايي مشرانو په ډوبلین کې ټینګار کړی چې د اروپا د امنیت په اړه هر ډول پرېکړه باید خامخا د اروپايي هېوادونو په بشپړ ګډون سره وشي او هېڅ پرېکړه د دوی له شتون پرته د منلو نه ده.

سرچینه: د رسنیو راپورونه

🌐

Author