د ایران سپاه پاسداران اعلان وکړ چې په بحرین کې یې د امریکايي ځواکونو د یوې پوځي اډې رادار په نښه کړی او له منځه یې وړی دی.
د سپاه پاسداران د عامه اړیکو د معلوماتو له مخې، دا برید د جمعې په ورځ د لړم په ۲۲مه د ایران په سویل کې د سیریک پر ټاپو د امریکا د هوايي برید په ځواب کې ترسره شو.
تر دې مخکې ایراني رسنیو خبر ورکړی و چې د ایران په سویلي څنډو کې پر سیریک ټاپو د امریکا له لوري برید شوی او چاودنې رامنځته شوې دي. وروسته سپاه پاسداران تایید کړه چې په دې برید کې د مخابراتو یوه پایه ویشتل شوې ده.
د سپاه پاسداران په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د سپاه هوافضا ځواکونو په سیریک کې پر مخابراتي پایه د دښمن د هوايي برید په ځواب کې، په بحرین ټاپو کې د امریکايي یرغلګرو د لومړني خبرداري رادار په نښه او له منځه یووړ.»
د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي هڅو باجود، د ایران او امریکا د وسلهوالو ځواکونو ترمنځ نښتې، په ځانګړې توګه د هرمز تنګي په شاوخوا کې لا هم دوام لري.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) مخکې ویلي و چې د ایران په سویلي ټاپوګانو او سیمو کې بریدونه د هرمز تنګي پر سر د دغه هېواد د څارنې او استخباراتي وړتیاوو د له منځه وړلو لپاره ترسره کېږي.
سرچینه: د ایران سپاه پاسداران
🌐