د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی چې زرګونه افغان کورنۍ له سخت ژمي او تر منفي ۲۵ درجو پورې یخنې سره مخ دي. د دغه سازمان په وینا، زیانمنې کورنۍ تودو جامو، ګرموونکو وسایلو او سرپناه ته بېړنۍ اړتیا لري.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هسپانوۍ کارکوونکې، امایا مارتینز، په کابل کې د یاد سازمان له یوه ګودامه په خپره کړې ویډیو کې د افغانانو وضعیت خورا ستونزمن بللی دی. هغې وویل چې ډېرې کورنۍ د سړې هوا پر وړاندې اړین توکي نه لري.
مارتینز څرګنده کړه: «دلته ژمی ډېر سخت دی. زرګونه کورنۍ له ناوړه شرایطو سره مخ دي او خلک هره ورځ هڅه کوي چې په دې سړه هوا کې ځانونه تود وساتي.» نوموړې د بېړنیو مرستو رسولو غوښتنه وکړه.
یادې کمېشنرۍ له مرستندویه بنسټونو او تمویل کوونکو غوښتي چې مالي مرستې زیاتې کړي ترڅو د بېوزلو کورنیو بنسټیزې اړتیاوې پوره شي. بېوزلي، اقتصادي ستونزې او د کډوالو ډلهییز بېرته راستنېدل د خلکو زیانمنېدنه خورا زیاته کړې ده.
تر دې مخکې د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي وو چې د ژمنیو مرستو لپاره د ۸٫۸ میلیونه ډالرو له کمښت سره مخ دی. دغه سازمان څرګنده کړې وه چې دا کمښت د څه باندې ۱۴۰ زره کسانو د ژمنیو مرستو ترلاسه کول له خطر سره مخامخ کوي.
مرستندویه بنسټونو خبرداری ورکړی چې که مالي سرچینې برابرې نه شي، لسګونه زره بېوزله وګړي به د ژمي په سړه هوا کې بې سرپناه پاتې شي او له حیاتي مرستو به بېبرخې شي.
سرچینه: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري
🌐