د یمن حوثي وسله‌والو ادعا کړې چې په ریاض کې یې د ملک خالد نړیوال هوایي ډګر او د سعودي یو مهم نفتي تاسیسات په نښه کړي دي. دوی همدا راز د جازان پر سرحدي سیمه د دوو بالستیک توغندیو د توغولو خبر ورکړی، خو سعودي چارواکو تر اوسه دغه ادعاوې نه دي تایید کړې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، حوثيانو د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د سعودي عربستان د خاورې دننه یې بریدونه کړي دي. دغې ډلې د ریاض په هوایي ډګر کې د کارول شویو وسلو او اوښتو زیانونو په اړه جزییات نه دي ورکړي.

حوثيانو په یو بل بیان کې ادعا کړې چې دوه بالستیک توغندي یې په جازان ولایت کې د الطوال په سیمه کې د سعودي ځواکونو د راټولېدو پر ځای توغولي دي. د سعودي د مدني دفاع ادارې تر دې وړاندې په سیمه کې وضعیت عادي بللی و.

په نښه شوي نفتي تاسیسات د سعودي عربستان د ختیځ-لویدیځ ستراتیژیکې نل‌لیکې برخه دي. سعودي هره ورځ شاوخوا ۴ میلیونه بېرله خام نفت دغې نل‌لیکې له لارې په سره بحیره کې د ینبع بندر ته لېږدوي چې د نړۍ د ټول عرضه شوي نفت شاوخوا څلور سلنه جوړوي.

د جازان په سیمه کې د ارامکو شرکت لوی تصفیه خانه موقعیت لري چې په ورځ کې د ۴۰۰ زره بېرله نفتو د تصفیه کولو ظرفیت لري او تر دې وړاندې هم څو ځله د توغندیو شاهده وه. د انرژۍ پر لیکو دغه ډول بریدونه پر سیمه‌ییز اقتصاد او د تېلو پر نړیوال بازار مستقیم اغېز ښندي.

سرچینه: رویټرز خبري اژانس

🌐

Author