د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د افغانستان سویل د ماشومانو د ټیټ معافیت او د واکسین د کمزوري پوښښ له امله، لا هم د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ د لېږد اصلي مرکز دی.

د دغه نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د روان زېږدیز کال له پیله تر دې دمه په افغانستان کې د لومړي ډول وحشي پولیو ویروس ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د غویي میاشتې له ناستې راهیسې ۲۲ نوې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان بېړنۍ کمېټې د لړم په ۲۲مه په خپاره شوي راپور کې څرګنده کړې چې کور په کور د واکسین ودرول او د ښځینه واکسیناتورانو محدود حضور د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو پر وړاندې مهم خنډونه دي.

د افغانستان انټرنشنل د موندنو پر بنسټ، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په تېرو پنځو کلونو کې د پولیو مثبتې پېښې ۹۵۰ سلنه زیاتې شوې او له لس برابره هم اوښتې دي.

تېر زېږدیز کال هم په افغانستان کې د ګوزڼ ۲۱ پېښې ثبت شوې وې. همدا ډول په ګاونډي هېواد پاکستان کې بیا په روان کال کې تر دې مهاله د پولیو څلور پېښې رپوټ شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې زیاته شوې چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ویروس ۷۶ مثبتې چاپېریالي نمونې هم پېژندل شوې دي.

سرچینه: د روغتیا نړیوال سازمان او افغانستان انټرنشنل

🌐

Author