د هند په پنجاب ایالت کې پولیسو د وسلو او نشه یي توکو د قاچاق یوه نړیواله شبکه له منځه یوړه. د دې عملیاتو په ترڅ کې د یوه افغان په ګډون اووه کسان د غیرقانوني فعالیتونو په تور ونیول شول.

هندي امنیتي ځواکونو په دې عملیاتو کې په زیاته کچه هیرویین، پرمختللې وسلې او نغدې پیسې کشف او ضبط کړې. پلټنې ښیي چې دې شبکې له بهرنیو کسانو سره اړیکې لرلې دي.

هندي چارواکي وایي چې دې ډلې خپل جرمي فعالیتونه د ټولنیزو رسنیو له لارې همغږي کول. د دې شبکې د نورو غړو او د هغوی د نړیوالو اړیکو د پیژندلو لپاره پلټنې لا هم په جدي توګه دوام لري.

#افغانان #کډوالي #هند

🌐

Author