د سترې محکمې قاضي‌القضات شیخ عبدالحکیم حقاني د طالبانو د رهبر د فرمانونو په تړاو یوه علمي او څېړنیز کنفرانس کې ویلي چې په افغانستان کې اوسنی نظام د افغانانو په قربانیو او د الله تعالی په نصرت رامنځته شوی دی. هغه زیاته کړه چې هېڅ بهرني هېواد یا سازمان په دې برخه کې لاس‌وهنه نه ده کړې.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، حقاني وویل چې افغانان له څو لسیزو وروسته د یوه مشر تر قیادت لاندې راټول شوي دي. د هغه په وینا، ولس له هر ډول ژبنیو، قومي او سیمه‌ییزو توپیرونو پرته سره متحد شوی دی.

د سترې محکمې قاضي‌القضات په هېواد کې ټینګ شوی امنیت د اسلامي نظام له بنسټیزو لاسته راوړنو څخه یاد کړ. هغه ادعا وکړه چې ځینې رسنۍ په لوی لاس هڅه کوي چې په افغانستان کې شته غوره امنیتي وضعیت له خلکو پټ وساتي.

حقاني د نظام پایښت او ټینګښت په بشپړ یووالي، د مشرانو په پوره اطاعت او ګډو هڅو پورې تړلی وباله. نوموړي پر ټولو غږ وکړ چې د هېواد د پرمختګ او ثبات ساتلو په موخه ګډ کار وکړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو حکومت چارواکي تل د خپلو اصولو پر پلي کولو او د رهبرۍ له خوا د صادر شویو فرمانونو پر بشپړ عملي کېدو ټینګار کوي.

حقاني د غونډې په پای کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ولس یووالی او د مسوولینو اطاعت د هر ډول داخلي نفاق او بې‌ثباتۍ مخه نیسي.

سرچینه: سیمه‌یزې سرچینې

🌐

Author